. د دندې عمومي موخه:
د دارالایتام مدیر د مسؤل شخص په توګه د یتیمانو د ژوند، تعلیم، روزنې، تغذیې، پاکوالي، او ټولنیز پرمختګ د ښهوالي لپاره کار کوي. نوموړی د دارالایتام ټول اداري، لوژستیکي او روزنیز فعالیتونه تنظیموي، د کارکوونکو د کړنو څخه څارنه کوي او د روزنتون د عمومي رئیس ته منظم راپور ورکوي.
۲. د دندې اساسي مسؤلیتونه او دندې:
الف – د اداري او تنظیمي چارو په برخه کې:
- د دارالایتام د کلني، میاشتني او اونیز پلان جوړول، تطبیق او ارزونه.
- د دارالایتام د استادانو، کارکوونکو، خدمتکوونکو او شاګردانو د نظم او دندو څارنه.
- د ادارې د پریکړو، اصولو او کړنلارو د تطبیق څخه څارنه.
- د دارالایتام د ټولو چارو د شفافیت او منظم اسنادو ساتنه (حاضري، مصارف، مواد، راپورونه).
- د شاګردانو د داخلېدو، خارجېدو او انضباطي مواردو په اړه د ادارې له پریکړو سره سم اقدام.
- د مسؤلینو، ښوونکو، او شاګردانو ترمنځ د همغږۍ او سالمې اړیکې تامین.
ب – د روزنیزو او اخلاقی چارو په برخه کې:
- د یتیمانو د سلوک، اخلاقو، عبادت، او ټولنیز نظم څارنه او مثبت چاپېریال رامنځته کول.
- د شاګردانو د ذهني، رواني او ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ښوونکو او روزونکو همکاري تنظیمول.
- د دارالایتام د تعلیمي او مهارتي پروګرامونو ملاتړ او د هغوی د پرمختګ لپاره د نوو ابتکاراتو وړاندیز کول.
- د شاګردانو د ښې روزنې، د مطالعې چاپېریال او د سالمې تفریح تنظیم.
ج – د لوژستیک او خدماتي چارو په برخه کې:
- د خوراکي موادو د منلو، تسلیمۍ، ذخیره کولو او مصرف منظم څار.
- د خوراکي توکو د کیفیت، اندازې او صحي شرایطو ډاډ ترلاسه کول.
- د پاکوالي، حفظالصحت، او چاپېریالي صفا د دوام څارنه (مسجد، طعامخوری، تشنابونه، خوبځایونه).
- د اړتیا وړ توکو، تجهیزات، جامې او درملو د غوښتنې او مصرف منظم راپور ورکول.
د – د راپور ورکونې او څارنې برخه:
- د دارالایتام د ورځنیو، اونیزو او میاشتنیو فعالیتونو مفصل راپور د روزنتون اداري ته وړاندې کول.
- د شاګردانو د پرمختګ، اخلاقو، حاضری او ستونزو په اړه د منظم راپورونو جوړول.
- د دارالایتام د عایداتي او مصرفي چارو شفاف راپور د مالي څانګې سره شریکول.
- د شاګردانو د ژوند کیفیت، زدهکړې، روغتیا او تغذیې په اړه منظم څار او مستند راپور ورکول.
هـ – د اړیکو او پرمختګ برخه:
- د روزنتون د علمي او اداري مدیریت سره دوامداره همکاري او د ستونزو شریکول.
- د بنسټ له تګلارې سره سم، د نورو مؤسسو او مرسته کوونکو سره د همغږۍ او همکارۍ هڅې.
- د کارکوونکو او شاګردانو د ظرفیت لوړونې لپاره د لنډمهاله کورسونو او روزنیزو غونډو د ترسره کولو هڅه.
د دارالایتام د ښه مدیریت لپاره د نویو مفکورو، پلانونو او ابتکاراتو وړاندیز کول.