د ګډون کوونکو شرایط:
له ۲۰۲۳ کال وروسته له مهاجرت څخه افغانستان ته راستانه شوي او اوس مهال بېکاره وي؛
· عمر یې د ۱۸ او ۳۵ کلونو ترمنځ وي؛
· لږ تر لږه د ۱۲م ټولګي فارغ وي؛
· اوس مهال په کابل، هرات یا ننګرهار ولایت کې اوسېږي؛
· له تعلیمي او حرفوي پروګرامونو سره علاقه ولري؛
· د شپږ میاشتني انټرنشیپ لپاره پوره ژمنتیا ولري؛
له ورته پروګرامونو څخه یې مخکې مالي ملاتړ نه وي ترلاسه کړی او په ورته پروګرامونو کې یې ګډون نه وي کړی.
د نوم لیکنې پر مهال اړین اسناد:
· د تابعیت تذکره یا د بېرته راستنېدو اسناد
· د دولسم ټولګي د فراغت سند یا د ورته زدهکړو اسناد