د دندی په هکله لنډ معلومات:
· اداره : یونین اید Union Aid
· د دندی عنوان: د تعذیی نرس/ Nutrition Nurse
· د کار ځای : کونړ – نورګل ولسوالی، مزار دره، اریګمبا اساسی روغتایی مرکز
· جنسیت : ښځينه
· قرار داد : پنځه میاشتی
· بست : ( ۱)
· د اغلان نیټ : July 9, 2026
· د غوښتنلیک وروستۍ نیټه: July 16, 2026
د دندی مخه :
د تعذیی د حادی خوارځواکی د مخنیوی ، تشخیص، درملنی او د ماشومانو او میندو د تغذیی د ښه والی لپاره د ملی IMAM او IYCF لارښونودونو سره سم روغتیایی خدمتونه وړاندی کول.
اساسي دندې او مسؤلیتونه:
· د ۰ تر ۵۹ میاشتو ټولو ماشومانو د تغذیې سکریننګ ترسره کول.
· د دوو کلونو څخه د کم عمر ماشومانو د ودې څارنه (Growth Monitoring) او ثبتول.
· میندو ته د ماشوم د تغذیې په اړه پر ځای مشوره ورکول.
· د حادې خوارځواکۍ (SAM او MAM) د ټولو قضیو مدیریت.
· په روغتیايي مرکز کې د غذایي خوړو عملي ننداره (Food Demonstration).
· د IYCF او Growth Monitoring میاشتنی راپور چمتو کول.
· د SAM او MAM ناروغانو لپاره د اشتها ازموینه (Appetite Test) ترسره کول.
· د OPD د تغذیې پروګرام کې د ناروغانو ثبت او تر رخصتېدو پورې دوامداره تعقیب.
· د داخلېدو کارتونه او نور ټول اړین اسناد بشپړول.
· میندو او پالونکو ته د تغذیې تعلیمي غونډې ترسره کول.
· د تغذیې اړوند معلومات راټولول او منظم ثبتول.
· د روغتیايي مرکز د تغذیې د اسنادو منظم فایل سیستم ساتل.
· د RUTF، RUSF او Super Cereal Plus/LNS موادو منظم وېش.
· د غذایي موادو د وېش او سټاک اوونیز، دوه اوونیز او میاشتني راپورونه جوړول.
· د فارمسي له مسؤلینو سره د تغذیې د موادو د مصرف څارنه او د کمښت یا د ختمېدو نېټې په صورت کې راپور ورکول.
· د MUAC د ډلهییز سکریننګ په کمپاینونو کې ګډون او رهبري.
· د ملي او نړیوالو لارښودونو سره سم د ناروغانو درملنه یا راجع کول.
· د ملي پروتوکول مطابق د ناروغانو رخصتول.
· د ټولو ثبتي کتابونو، فورمو، کارتونو او راپورونو دقیق ډکول.
· د روغتیا او تغذیې مسؤل ته اړین راپورونه سپارل.
· د پیچلتیا لرونکي SAM ناروغان د TFU مرکزونو ته د ټولو اړینو اسنادو سره راجع کول.