د کیفیت د تضمین مدیر – دندې او مسؤلیتونه
د کیفیت د تضمین مدیر په بانک کې د داخلي پلټني د فعالیتونو د مؤثریت او اعتبار د ساتلو په اړه مهم رول لري. د دې دندې اساسي مسؤلیت دا دی چې ډاډ ترلاسه کړي ټول د پلټني فعالیتونه او پایلې د مسلکي معیارونو، مقرراتو او د بانک د داخلي پالیسیو او تګلارو سره سم ترسره کېږي. مدیر د پلټني پلانونه، کاري اسناد او وروستي راپورونه ارزوي تر څو یقیني کړي چې دا ټول دقت، وضاحت، مسلکی او د داخلي پلټني د ټاکل شوې میتودولوژۍ سره مطابقت ولري.
یو بل مهم مسؤلیت د داخلي او خارجي غوښتنو د تطبیق څارنه ده، څو ډاډ ترلاسه شي چې د داخلي پلټني فعالیتونه او اجراات د پلټني کمېټې لپاره د باور وړ تضمین وړاندې کوي. مدیر د پرلهپسې پرمختګ مشري هم کوي، د پلټني په بهیر کې نیمګړتیاوې پېژني او عملي وړاندیزونه وړاندې کوي څو د پلټني د فعالیتونو اغېزمنتیا، کیفیت او موثریت نور هم پیاوړی شي.
سربېره پر دې، دغه دنده د پلټني د کارکوونکو ملاتړ او لارښوونه هم په بر کې لري، چې د نظریاتو ورکولو، روزنې او د غوره کړنو د هڅونې له لارې ترسره کېږي. د یوې منظمې د کیفیت د تضمین د چوکاټ په ساتلو سره، د پلټني د کیفیت د تضمین مدیر ډاډ ورکوي چې د پلټني پایلې د باور وړ، روښانه او د بانک لپاره ارزښتزېرونکې پاتې شي.
مهمي دندې او مسؤلیتونه
- د داخلي پلټنې راپورونه دقت، وضاحت، بشپړتیا او مسلکي جوړښت له مخې ارزول.
- د کیفیت ډاډ او پرمختیا ټیم لپاره ځانګړی چوکاټ (Framework) ترتیبول او له مخې یې کړنې ترسره کول
- ډاډ ترلاسه کول چې موندنې په واضح، منطقي او عملي ډول وړاندې شوي وي. او همدارنګه ډاډ ترلاسه کول چې ټول راپورونه د ادارې داخلي پلټنې پالیسیو، کړنلارو او لارښوونو سره سم وي.
- د ثبات، حساب ورکونې او د داخلي پلټني امریت غوښتنو رعایت یقیني کول.
- د اړتیا په وخت کي د شعباتو د پلټنو ترسره کولو پر مهال د اخلاقي اصولو، تګلارې، کړنلارې او د IIA، IPPF معیارونو، له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول.
- د راپورونو اعتبار، مسلکيتوب او د تنظیموونکو یا شریکانو لخوا منل یقیني کول.
- د خطرونو پیژندنه، د ښه والي وړاندیزونه او د داخلی پلټني همکارانو ته لازمی لارښوونې وړاندې کول.
- د خطر مدیریت، داخلي کنټرولونو او د عملیاتو د مؤثریت لوړول او د داخلی پلټنې ټیمونو فعالیتونه په دوامداره توګه څارل.
- داخلي پلټونکو انسټیټیوټ (IIA) او د مسلکي کړنو نړۍوال چوکاټ (IPPF) په رڼا کې د داخلي پلټنې ټیمونو له اجرااتو څخه ډاډ ترلاسه کول او د اړتیا په صورت کې ورسره مرسته کول
- د ظرفیت لوړونې لپاره کارکوونکو ته اړین روزنیز پروګرامونه برابرول.
- د داخلي پلټنې چارچوب، پالیسۍ، کړنلارې او منشور د نوي کولو کې د پلټنې آمر/مرستیال سره همکاري.
- د راپورونو او پلټنې پروسو د کیفیت لپاره اغېزمنې او مناسبې مشورې وړاندې کول.
- د کیفیت ډاډ او پرمختیا ټیم لپاره ځانګړی چوکاټ (Framework) ترتیبول او له مخې یې کړنې ترسره کول
- د اړتیا پر مهال ساحی ته پلټني لپاره تلل راپور جوړول او د ځانګړو قضیو او ناڅاپي پلټنو په ترسراوي کې ګډون کول
- هغه نورې دندې په مخ وړل چې داخلي پلټنې آمر/مرستیال له خوا ورکول کېږي.